IQNA

په 14 ژبو د قرآن کریم د شیعه مکتب  د ترجمو خپریدا

13:17 - April 05, 2026
د خبر لمبر: 3492633
ایکنا-  د  وحی ترجمان د کلتوری موسیسې یوه غړي  پخپلو ژبو د مسلطو او متخصصو ژباړنو څځه په استفادې سره ددنیا  په څوارلسو ژوندیو ژبو باندې د قرآن کریم د بشپړ ژباړو د خپریدا خبر ورکړ او وې وئيل؛ دغه ژباړې  په شیعیت مکتب په کړچار   او  په مخکینیو ترجمو کې د دودو  لړزانتیاؤ څخه لیرې  ترسره شوي دي.

 د  ترجمان وحي  کلتوري موسیسې یوه مسئول مقام مصطفی نقدي  ایکنانیوز سره په خبرو کې   له ۱۳۷۳ لمریز کال څخه  ددغې موسیسې  دفعالیت مخینې ته په اشارې سره  ووئيل؛ دغه ټولګه  د نړئ د ژوندیو، دقیقې او له په تیرو ترجمو کې له دودو تیروتنو لیرې  ژباړو  د وړاندې کولو په  موخې سره ،تاسیس شوې ده. دمونږټينګار په دې د ی چې  ژباړې د شیعیّت  مکتب په لیدتوګې او د هغو ژباړنو په همت سره ترسره  شي چې  د ترجمه کونکی ژبې او دمقصد په ژبو بشپړ مسلط وي.

 هغه  ددغې موسیسې بریاؤ په بیانولو سره ووئيل؛ تراوسه پورې  په انګریزئ، فرانسې ، عثماني،ترکیه اي  اوآذربایجاني ،استانبولي ، چیني، جاپاني ،اردو،روسیی، ګرجي ،عراقي ترکي ، پښتو ،روانډائي   او بلتی ژبو  باندې  د قرآن کریم ژباړې چاپ شوي دي. همداراز  په څونورو ژبو د  قرآن کریم  د ترجمه کولو بهیر هم په  ایجنډا کې شته  دی.

نقدي  په دوام کې  ددغې موسیسې  تخصصي نشرئې خپریدا ته اشاره وکړه اووې وئيل؛ د ؛ترجمان وحي ؛ نومې مجله د دوو  فصلنامو په بڼه خپریږي   او  په بیلابیلو  ژبو باندې د قرآن کریم د ترجمې  د ادبیاتو  په حوزې کې  ترټولو نوي  نظرئې خپروي.

هغه همداراز  په مختلفو ژبو سره د قرآن کریم   کابو شپږ زره جلده ترجمو  سره ددغې  ټولګې دتخصصي کتابتون دشتون خبرو   ورکړی او روښانه ئې کړې ده؛  دغه کتابتون د یوې ارزښتمنې خزاانې په توګه  د ترجمې د بهیر ترڅنګ فعالیت کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4343711

captcha